د افغانستان څخه د وتلو او بیا میشتیدنې سرچینې

Read this page in English | اين صفحه را به زبان دری بخوانید

د 2022 مېلادي کال د مارچ په 18 نېټه اپډېټ شوی.

شالید: د اپریل په میاشت کې، د بایډن ادارې اعلان وکړ چې ټول امریکایی سرتیري به د جګړې له شلمی کلیزې سره، د 2021 کال د سپتمبر تر 11 مې پورې له افغانستان څخه ووځي. هیره دی نه وی چی د ټرمپ ادارې په 2020 م کال کی د طالبانو سره خبرې کړې وې او د می لومړۍ نیټه یی د دی هیواد د سرتیرو د وتلو لپاره ټاکلی وه. په جولای کې، د بایډن ادارې د خطر سره مخامخ افغانانو لپاره د وتلو پلانونو، Operation Allied Refuge، څخه پرده پورته کړه او اعلان یې وکړ چې د متحده ایالاتو سرتیري به د 2021 کال د اګست مایشتی پورې وځي. د جولای په دیرشمه نیټه، د 200 څخه زیاتو افغانانو یوه ډله واشنګټن ډي سي ته ورسیده، دا د Operation Allied Refuge لومړۍ الوتنه وه. په عین وخت کې، په افغانستان کې وضعیت د خرابیدو په حال کی دی، ځکه چې د طالبانو ځواکونو په چټکۍ سره تقریبا پر ټول هیواد خپله ولکه ټینګه کړه او د اګست په پنځلسمی نیټی یې د کابل کنټرول ترلاسه کړ. د جولای راهیسې، د متحده ایالاتو حکومت له 120،000 څخه ډیر خلک د افغانستان څخه ایستلي دی او د اګست په 30، د متحده ایالاتو وروستی سرتیری له افغانستان څخه ووت. په هرصورت، داسې اټکلونه شوي چې زرګونه افغانان چی د متحده ایالاتو سره يې اړیکې لرلې، اوس هم په افغانستان کې پاتې دي. دې ادارې ویلي دي چې دوی غواړي په دوامداره توګه ډیپلوماتیکې لارې وکاروي ترڅو د متحده ایالاتو اتباع او دایمي اوسیدونکو، د متحد هیوادونو اتباع، د مهاجرینو ځانګړي ویزې غوښتونکو او لوړ خطر لرونکي افغانانو سره د افغانستان په پریښودو کې مرسته وکړي.

یادونه: د دریمې ډلې د سرچینو په اړه د معلوماتو چمتو کول او دلته د دریمې ډلې ویب پاڼی لینک یوازې د معلوماتي موخو لپاره دي او د نیویارک ښار لخوا د تایید استازیتوب نه کوي.

د محافظت ډولونه د کومو لپاره چې افغانان په شرايطو برابر دي

  • د مهاجرینو لپاره ځانګړي ویزه (Special Immigrant Visa - SIV): د SIV پروګرام د هغو افغان اتباعو لپاره دی کوم چې په مستقیم ډول د متحده ایالاتو حکومت لخوا ګمارل شوي د SIV لپاره وړ او برابر اشخاص او د دوی د کورنۍ غړي په مستقیم ډول کولای شی چی په متحده ایالاتو کی د میشت کیدو لپاره غوښتنه وکړي. وروسته له دې چې د دوی قضیې تصویب شوې، د SIV لرونکي د ځایی میشت کیدو ادارې څخه د میشته کیدو خدمات ترلاسه کوي.
  • لومړیتوب 2 (Priority 2, P2) د کډوالو په هکله ماموریت: د P2 دا نوی تخصیص د اګست په دویمه د افغان اتباعو او د هغوی د کورنۍ غړو لپاره اعلان شو چې د SIV برنامې ځانګړتیاوی/ شرایط نه پوره کوي-په شمول د هغه افغانانو چې د متحده ایالاتو حکومت لخوا تمویل شوي برنامو یا پروژو کی یی کار کړی، یا یی هم د متحده ایالاتو لخوا تمویلیدونکی میډیا سازمان یا غیر دولتي سازمانونو سره کار کړی دی.
  • بشردوستانه ضمانت/ پارول (Humanitarian Parole): بشردوستانه پارول یو لنډمهاله حالت دی چې پیرولي ته اجازه ورکوي تر څو په متحده ایالاتو کې د یوې ټاکلې مودې لپاره پاتې شي پداسې حال کې چې د اوږدې مودې حل لپاره غوښتنه کوي. د اګست په 23 مه نیټه، د کورني امنیت ریاست اعلان وکړ چې یاد ریاست به د خپل بشري پیرول واک څخه کار واخلي او تر 50,000 پورې افغانان چې ممکن د SIV یا P2 پروګرام لپاره وړ وي، د افغانستان څخه وباسی مګر تر دې دمه يې دا پروسه نده بشپړه کړې. افغان مهاجرينو ته به له اخراج څخه د ژغورلو لپاره دوه کلن سند ورکړل شي اوو کولی شي چې د کارکولو لپاره د اجازې ترلاسه کولو غوښتنه وکړي. په هرصورت، تر څو چې دوی ته یو جلا دریځ نه وي ورکړل شوی (لکه د پناهندګی سند، SIV، او نور)، دوی نشي کولای چی د بیا میشته کیدو خدماتو یا ګټو ته لاسرسی ومومي.
  • لنډمهاله خوندي حالت (Temporary Protected Status, TPS): د 2022 کال د مارچ په 16 نیټه د کورني امنیت ریاست (Department of Homeland Security) افغانستان د 18 میاشتو لپاره د TPS لپاره نومولی. TPS کولی شي په متحده ایالاتو کې وړ افغان اتباع له اخراجه خوندي کړي او د کار اجازه ورکړي مهرباني وکړئ د نورو معلوماتو لپاره زموږ TPS پاڼه وګورئ

د هغو افغانانو لپاره سرچینې چی د مرستې په لټه کې دي

د هغو کسانو لپاره سرچینې چې غواړي د افغان بې ځایه شویو ملاتړ او مرسته وکړی

په نیویارک ښار کې خدماتو ته لاسرسی

  • د افغانستان قونسلګري-د هغه پوښتنو په اړه چې تاسو یې لرئ، د افغانستان قونسلګرۍ له استازي سره د خبرو کولو لپاره پدې شمیرې (212) 972-2276 یا (212) 972-2277چې اکستنشن یي x458 دی له دوشنبه څخه تر جمعی پوری د سهار له 9:00 بجو څخه تر ماسپښین 12:00 بجو پورې زنګ ووهي.
  • د نیویارک ټولو اوسیدونکو ته د ښار خدماتو ګړندي او اسانه لارښود په دري دلته او په پښتو دلته لاسرسی کیدای شي.
  • که تاسو د کډوالۍ یا د ښار خدماتو ته د لاسرسي څرنګوالي په اړه پوښتنې لرئ، ستاسو په ژبه کی مرستی شتون لري. د دوشنبې څخه تر جمعې پورې، د سهار له 9 بجو څخه تر ماښام 5 بجو پورې په 212-788-7654 کې د مهاجرینو چارو ښاروالۍ دفتر (Mayor's Office of Immigrant Affairs, MOIA) هټ لاین ته زنګ ووهئ، یا askmoia@cityhall.nyc.gov باندی بریښنالیک ولیږی.